Thursday, 15 November 2018

کیسه موسی ع

ښکلی کیسه !
وایی موسی علیه السلام دیوی پیغلی او ځوان واده ته دعوت شوی وو.
په واده کی خوشحالی وه ټولو خوشحالي کولی ځوان او پیغله هم خوشحال او خندان وو .
د شپی په اخیر کی حضرت موسی د دوی د بام په سر عزراییل ولیده او دهغي څخه یی پوښتنه وکړه چي څنګه راغلي یی او دلته څه کوي ؟
غزارییل وویل : نن شپه د خدای پاک په امر باید دناوی او زوم څخه روح واخلم  یو تور مار به راشی او دوی به وچیچي او زه به یی روح واخلم . موسی علیه سلام په چورت کی لاړ چه سبا شو راغي چه د نیک عمله ځوان او پیغلی په جنازه کي ګډون وکړي که ګوری چي ځوان او پیغله خوشحاله ولاړ دي او پیغمبر ع یو تور مار ولیده چي مړ پروت و
حضرت موسی علیه سلام د الله ج څخه د دوي د عمر داوږدوالی پوښتنه وکړه ؟
جبرائل راغی او ورته ویی ویل چه دناوی او زوم څخه د دوی د اعمالو پوښتنه وکړه ؟
موسی علیه سلام راغي او د دوی څخه یي پوښتنه وکړه !
دوی ورته وویل چه کله ټول خلک لاړل او رخصت شول په شپه کی یو غریب سوالګر راغی او دروازه یی ارامه ټک ټک کړه چه کله زه دروازي ته وراغلم هغه راته وویل چه د لری کلی څخه راغلی یم او خبر شوی یم چه ستاسی واده دی دا څو ورځی مو مناسبه ډوډی نه ده خوړلی نن به مونږ هم خوږه ډوډی وخورو .
نوره ډوډی نه وه پاته یوازی د ناوی دپاره لږ ډوډی پاته وه زه نا امیده په دروازه پاته شوم چی ګورم ناوی سوالګر ته ډوډی راوړه او هغه سوالګر ته یی ورکړه . زمونږ دپاره داوږ ژوند دعا وکړه .
کله چه چپرکټ ته راتلو دښځی څخه یو دروند دیګ په چپرکټ ولویده او هغه تور مار پری ولګیده او مړ شو
او مونږ ټوله شپه په عبادت تیره کړه
جبرائیل وویل :
ای موسی ع  په د پوهه شه چه صدقه دټولو بلاګانو مخه نیسی او د عمر د اوږدوالی سبب ګرځي .

No comments:

Post a Comment