Tuesday, 4 September 2018

اسلامی معلومات


-{ د کامیابي لپاره د #نبي_محمد_ص
 قیمتي ویناوي }-

نبي کــــــــریم ﷺ فرمـــــــایلي دي
(۱) د ګناهونو څخه ځان ساته تر هرچا به لوی عابد (عبادت کونکي) یې
 (۲) قناعت کوه. تر هرچا به ښه شکر ګذار یې
 (۳) څه شی چي خپل ځان ته خوښوې هغه خلکو ته هم خوښوه . ښه مومن به یې
 (۴) د همسایه ( ګاونډی ) سره اخلاق کوه . ښه مسلمان به یې
 (۵) زیاته خندا مه کوه ، ځکه چي خندا د انسان زړه وژني

د حدیث مبارک تفصیل
نبي کریم ﷺ خپل امتیانو ته واضحه کړې ده چي تر ټولو لوی عابد او یا ښه عبادت کونکي هغه څوک دي چي د الله جل جلاله فرضي عبادت کوې او د ګناهونو څخه ځان وساتې
او هغه څوک د الله پاک لوی شکرګذار دي چي د الله پاک په ورکړه شوي رزق باندي صبر او قناعت وکړي
او هغه څوک پاک او کامل مومن دي چي د هغه هرشی پر خپل ځان پېرزو وي نو هغه یې په نورو مسلمانانو هم پېرزو وي
او هغه څوک پاک او کامل مسلمان دي چي د همسایه سره ښه وضعیت و اخلاق کوي او د هغه پر تکلیف صبر وکړي خو دی په جواب کي هیڅ تکلیف نه ور رسوي
او زیاته خندا مه کوه ( یعني په لوړ اواز په هرشي خندا ) ځکه چي زياته لوره خندا د انسان زړه د عبادت څخه لیري کوي او د لهو و لعب و طرف ته یې مایل کوي.

(د حدیث مبارک اصل متن او منبع)
قَالَ رَسُولُ اللهِ ﷺ كُنْ وَرِعَاً تَكُن أَعْبَدَ النَّاس ،وَ كُنْ قَنِعَاً تَكُن أَشْكَرَ النَّاس ، وَأَحِبَّ لِلنَّاسِ مَا تُحِبُّ لِنَفْسِكَ تَكُنْ مُؤْمِنَاً ، وَ أَحْسِنْ مُجَاوَرَةَ مَنْ جَاوَرَكَ تَكُنْ مُسْلِمَاً ، وَأَقِلَّ الضَّحِك ؛ فَإِنَّ كَثْرَةَ الضَّحِكِ تُمِيتُ الْقَلْب . (رواه الأَلْبَانِيُّ فِي صحيح الْجَامِعِ بِرَقْم (8709) والإِمَامُ الْبَيْهَقِيُّ فِي شُعَبِ الإِيمَانِ (5750)


No comments:

Post a Comment