Monday, 23 July 2018

د حضرت محمد ص حدیثونه

ميلمنو سره ماران لړمانان له کوره وځي!

یوه ښځه خپل میړه نه په شکایت رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله چې میړه مې ډير میلمه پال دی خلک را دعوت کوي، د میلمنو   ډیر احترام کوي او د میلمنو  ډیروالي او پخلي  په عذاب  او ستړې کړې یم  رسول الله صلی الله علیه وسلم  هیڅ جواب  ورنه  کړو

ښځه کورته لاړه. څه وخت وروسته، رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې میړه ته جواب ولیږه چې زه نن ستاسو میلمه یم.

په دې خبره سړی ډیر خوشحاله شو، او خپلی ښځی ته یې اویل چې نن  شپه ميلمه  لرو او هغه هم رسول الله صلی الله علیه وسلم دی.

ښځه هم ډیره خوشحاله شوه، په ډیرې خوښی سره يې مزیدار خواړه تیار کړل. رسول الله صلی الله علیه وسلم کور ته ورغی. ډوډۍ یې وخوړله.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښځې میړه ته اوفرمایل: کله چې زه ستا له کوره وتلم. ښځه دې پریږده چې هغې دروازی ته وګوري چې زه پرى وځم.

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له دروازی څخه وتلو. ښځی رسول الله ﷺ پسی کتل، ګوري چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم وتلو سره سم له دې کور نه ماران، لړمان او ټول ضرری څيزونه اوتل. ښځې له ډيرې ویرې او حیرانتیا چغې کړې.

بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته اوفرمایل: هر کله چې ستا له کوره میلمانه ووځي، دا ډول  ټولې  بلاګانې  ماران  لړمان او آفتونه له کور نه وځي، دا د میلمه د احترام او عزت حکمت دی.

کوم کور کې چې میلمانه ډیر وي هغه د الله تعالی خوښ وی. او کوم کور چې وړو او غټو نادارو او مالدارو ټولو ته خلاص وي، له اسمان نه پرې د الله تعالی رحمتونه او برکات نازلیږي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«إذا أراد الله بقوم خيراً أهدى لهم هدية , قالوا : وما تلك الهدية ؟ قال : الضيف ينزل برزقه , ويرتحل بذنوب أهل البيت»

ژباړه: چا ته چې الله د خیر اراده وکړی، هغوی ته ډالۍ ورکوي، پوښتنه تری اوشوه : ای د الله رسوله ! هغه کومه ډالۍ ده ؟ د الله رسول صلی الله علیه وسلم  و فرمايل : هغه میلمه دې چې ځان سره خپل رزق هم راوړی ، او واپس ځان سره د کور والا وو ګناهونه هم  اوباسي.

دوستانو!

میلمه د جنت لپاره دلیل دی.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمایلي دي: «وَمَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَلْيُكْرِمْ ضَيْفَهُ» (رواه البخاري ومسلم).

ژباړه: او څوک چې په الله او په ورځ د آخرت ایمان لري نو د میلمه احترام دې وکړ.

No comments:

Post a Comment