Monday 31 December 2018
Saturday 29 December 2018
متلونه
پښتو 200 متلونه
ډییر خایسته او غوره لیکنه ده هیله کوم نشر یی کړئ.
۱ ـ حیا دار حیا کول بې حیا ویل زما څخه وېریږي.
۲ـ اخره زمانه شوه د چرګانو یارانه شوه.
۳ـ د جنګ خبرې خوږې وي خو ساعت یې تریخ وي.
۴ـ دیوالونه هم غوږونه لري.
۵ـ که څوک دې نه پیژني جومات کې غلا وکړه.
۶ـ ادب له زخمه اخیستل کېږي.
۷ـ په خپله یې خر نسته د بل په اس پورې خاندې.
۸ـ په ناسته غمبر نه کېږي.
۹ـ تشه لاسه ته مې دښمن یې.
۱۰ـ ټپوس کې د باز خویونه نه وي.
۱۱ ـ زور خو زور وي ،خو چل هم د زوره کم نه وي.
۱۲ ـ زه ساده ،ته حرام زاده.
۱۳ـ کور کې دې جواري نشته له دماغه دې د پلو بوی ځي.
۱۴ ـ نظر غرونه چوي.
۱۵ـ مور چې درخانۍ وي ، لور به یې ښاپیرۍ وي.
۱۶ ـ چرګه زما ده او هګۍ بل کره اچوي .
۱۷ ـ اور ته خپل او پردي یو شی دی .
۱۸ ـ بد بوټي ته سپي هم متازې نه کوی.
۱۹ـ په خوله خوږ ،په زړه کوږ.
۲۰ ـ وسله هغه ده چې په لاس کې وي .
۲۱ ـ د بد زوی له لاسه ښه پلار کنځل کېږي .
۲۲ ـ د غریب سړي د خیرات په ورځ غوا ورکه وي .
۲۳ ـ د ناست زمري نه ، ولاړ ګيدړ ښه دی.
۲۴ ـ غاښ چې رنځور شي ، نور د انبور شي .
۲۵ـ پیاز دې وي په نیاز دې وي.
۲۶ـ په هوا کې ماڼۍ نه جوړېږي.
۲۷ـ په ایرو کې ګوتې مه وهه اور به پکې وي.
۲۸ـ خوار په هندوستان هم خوار وي.
۲۹ـ دوه پاچایان په یو تخت نه راځي.
۳۰ـ دوست ته حال وایه دښمن ته لاپې .
۳۱ـ د باز له ځالې باز پاڅېږي.
۳۲ـ د بې عقل ځواب سکوت دی.
۳۳ـ د شګو بند اوبه وړي.
۳۴ـ له بدو څخه یا غلی اوسه یا لرې اوسه.
۳۵ ـ د غریب غاښ په حلوا کې ماتېږي .
۳۶ ـ رښتیا خبرې یا مست کوي یا لیوني.
۳۷ ـ ډېر ویل د قران ښه دی.
۳۸ ـ ډوډۍ که پردۍ وه ګیډه خو دې خپله وه.
۳۹ ـ د وطن په قدر مساپر ښه پوهېږي .
۴۰ ـ ړوند یو وار امسا ورکوي.
۴۱ ـ عقل په پیسو نه اخیستل کېږي.
۴۲ـ د خپل وطن ګیدړ د بل وطن تر زمري ښه دی.
۴۳ ـ د غریب سړي د خیرات په ورځ غوا ورکه وي .
۴۴ ـ د صحت قدر رنځور پېژني .
۴۵ـ چاړه که زرو وي په سینه یې څوک نه منډي.
۴۶ـ چاړه او غوښه شول سره.
۴۷ـ دښو نه ښه زیږیږی د بدونه واښه.
۴۸ـ دوستی د سلو کالو لار ده.
۴۹ـ نه می هوږه خوړلی او نه یی له بویه ویریږم.
۵۰ـ دوست ته تشه پیاله دښمن ته ډکه.
۵۱ـ په عمر کشر، په عقل مشر.
۵۲ـ ته دوست پیدا که، دښمن پخپله پیدا کیږی.
۵۳ـ دوست اشارې ته ګوري او دښمن وارې ته.
۵۴ـ كه غر هر سومره لور دي خو به سر ئ لار دي.
۵۵ـ د ګونګي په ژبه خپله مور ښه پوهېږي .
۵۶ـ د حجرې چیلم یې هر څوک درباندې خله لکوي.
۵۷ـ د مار بچي مار وي .
۵۸ـ دله غل د کور مالت نه غلا کوي .
۵۹ـ د غریب ملا په اذان څوک روژه نه ماتوي.
۶۰ـ د ګیدړ تر ناز د زمري څيرل ښه دي .
۶۱ـ دغه ګز دغه میدان .
۶۲ـ د خیرات په وخت کې د یتیم پزه وینې شې .
۶۳ـ څوک چې ستوان خوري شپېلۍ نه وهي .
۶۴ـ د خان بېګم ته هر څوک بي بي وایي .
۶۵ـ د جومات سړی په جومات کې لټوه.
۶۶ـ ذهن چې صفا وي خیالات به صفا وي.
۶۷- غل په غره کې ځای نه لری.
۶۸ـ د غریب په مرګ څوک نه ژاړي.
۶۹ـ ړوند په څراغ څه کوي.
۷۰ـ د نر هلک ژړا په زانګو کې معلومېږي.
۷۱ـ دوکان دوک دی یا کان.
۷۲ـ دېوالونو هم غوږونه لري.
۷۳ـ خرهغه خو کته یې بدله ده .
۷۴ـ جنګ سوړ سو میری تود سو.
۷۵ـ د شعر معنی د شاعر په خیټه کې ده .
۷۶ـ په پردې لاس مار مه وژنه.
۷۷ـ بې پرتوګه سړی دی.
۷۸ـ په دوس کلي کې مېلمه مشر وي.
۷۹ـ د لېوه زوی نه اموخته کېږي.
۸۰ـ چې د بې ذاته اشنايي کا اور به بل پر خپل تندي کا.
۸۱ـ دوست ته حال وایه دښمن ته لافي کوه.
۸۲ـ د پلار اشنا د زوی کاکا.
۸۳ـ د ښځې چې میړه سره راستي وي ،د کور ژوند یې په درستي وي.
۸۴ـ د صبر مېوه په مراد پخېږي.
۸۵ـ یو انار او سل بیمار.
۸۶ـ یا وینه ژاړي یا مینه.
۸۷ـ هندو زوړ شو مسلمان نه شو.
۸۹ـ هم خورما او هم ثواب.
۹۰ـ هم غل هم غمخور.
۹۱ـ مرګ مشر او کشر ته نه ګوري.
۹۲ـ مرګ او خوب یو شی دی.
۹۳ـ لکه چرګ په ډیران مه وایه بانګونه.
۹۴ـ ګټه په تاوان کېږي.
۹۵ـ که د سهار ورک ماښام کور ته راشي ورک نه دی.
۹۶ - له بهرامه ښادي حرامه.
۹۷- د کم بخته غول بې وخته.
۹۸- که باران وې که ږلۍ، مېلمه غواړي ښه مړۍ.
۹۹- غریب سړي ته بازار هم کوهستان دی
۱۰۰- زړه ازارول کعبه نړول دی.
۱۰۱- زورور غل په خپل کلي کې غلا نه کوي.
۱۰۲- په سپین سر ململ پر سر.
۱۰۳- پر خره سپرېدل یو شرم، ځینې کښته کېدل یې بل شرم.
۱۰۴- لکه د ټانګې اس بل خواته نه ګوري.
۱۰۵- هره ښځه چې حجاب نه لري بې مالګې طعام ده.
۱۰۶ ـ پر مېړه یو کال خواري وي ، پر سپي سړي تل تر تله .
۱۰۷ـ قرض د پلار هم بد دی.
۱۰۸ـ پشو د خدای لپاره موږک نه نیسي.
۱۰۹ـ په پردې څټ سل سوکه څه دي.
۱۱۰ـ په پردې لاس مار مه وژنه.
۱۱۱ـ پېریانو ته کوه قاف څه دي.
۱۱۲ـ په ناسته اتڼ نه کېږي.
۱۱۳ـ پر پچه وخوت کشمیر یې وکوت.
۱۱۴ـ په یو کتاب څوک نه ملا کېږي.
۱۱۵ ـ لېوانو ته غوښې چا پخې کړی دي.
۱۱۶ـ مور او پلار چې زاړه شي تر شکرو لا خواږه شي.
۱۱۷ـ مه کوه په چا چې وبه شي په تا.
۱۱۸ـ لکه چرګ اذانونه ډېر کوي لمونځ یې هېچا نه دي لیدلي.
۱۱۹ـ کبرجن د خدای (ج) دښمن دی.
۱۲۰ـ کار چې بې استاد وي بې بنیاد وي.
۱۲۱ـ زر په اور کې هم نه خرابېږي.
۱۲۲ـ خپله خوله هم کلا ده هم بلا ده.
۱۲۳ـ خلک هر څه کوي خو هر څه نه وايي.
۱۲۴ـ سلواغه هره ورځ په څا کې نه ولېږي.
۱۲۵ـ نه به کاڼې پوست شي ، نه به غلیم دوست شي.
۱۲۶ـ دولتمند که ډېر لرې وي خلک یې خپل ګڼي.
۱۲۷ـ د پوه سړي دوستي زیان نه لري.
۱۲۸ـ ما پور غوښته تا نور غوښته.
۱۲۹ـ د کور ګټه د لاهور ګټه .
۱۳۰ـ د بډای په ختم ملا نه ستړی کېږۍ.
۱۳۱ـ علم د دواړو جهانونو رڼا ده.
۱۳۲ـ ظریف خان ته ګوره او تاوان ته یې ګوره.
۱۳۳ـ همدا دیګ او همدا شلغم.
۱۳۴ـ لټ د اوړي سیوري غواړی د ژمي پیتاوي.
۱۳۵ـ بې رېباره یاري ګرانه ده
۱۳۶ـ صابرانو سره خدای (ج) ملګری وي.
۱۳۷ـ عاقل همېشه ځان ناپوهه بولي کم عقل ځان ته هوښیار وایي
۱۳۸ ـ که د سهار ورک ماښام کور ته راشي ورک نه دی
۱۳۹ـ چرګ چې ځوان ځوان شي په بام ورو ورو ځي
۱۴۰ـ ژمی د خوار او غریب زیان دی
۱۴۱ـ چې بد ګرځي بد به پرځي.
۱۴۲ـ دا مې سمنډوله ده برخه مې لا نوره ده.
۱۴۳ـ د بدې خبرې سل کاله عمر وي.
۱۴۴ـ د ژبې اعتبار دقوم اعتبار دی.
۱۴۵ـ ریښتیا زوال نه لري.
۱۴۶ـ صبر تریخ دی خومیوه یې خوږه ده.
۱۴۷ـ که سل کاله ژوندی یی، اخیر دګوربنده یی.
۱۴۸ـ یو خوا ډاګ دی بلخوا پړانګ دی.
۱۴۹ـ مرګ د اوبو وار دی نن په ما ، سبا په تا.
۱۵۰ـ لعل په ایرو کې نه ورکېږي .
۱۵۱ـ ګیله د خپلو نه کېږي.
۱۵۲ـ غل په غل پوهېږي.
۱۵۳ـ زوی یې غوښت خیر یې نه غوښت .
۱۵۴ـ د باز عمر لنډ وي.
۱۵۵ـ د لېوه کور بې له هډوکو نه وي.
۱۵۶ـ د پردي زوی نه خپله لور ښه وي.
۱۵۷ـ دوه پک هغه هم سره ورک.
۱۵۸ ـ د صبر کاسه درنه ده.
۱۵۹ـ څوک د ځان غم کوي څوک د جهان غم کوي.
۱۶۰ـ خر خپل او پردي فصل نه پیژني.
۱۶۱ـ پړ هم زه شوم مړ هم زه شوم.
۱۶۲ـ پک که ډاکتر وای اول به یې د خپل سر علاج کړی وای.
۱۶۳ـ د میرې څپیړه د اور لمبه ده.
۱۶۴ـ د ملغلرې یو اب دی چې لاړ شي .
۱۶۵ـ که زور په بازو نه لري زر په ترازو نه لري.
۱۶۶ـ مرګ او خوب یو شی دی.
۱۶۷ـ وزه چې هم څملې ځای په پښو پاکوي.
۱۶۸ـ ویل شته دي عمل نشته.
۱۶۹ـ هر نادر سره قادر شته.
۱۷۰ـ هره تېږه من نه ده.
۱۷۱ـ دوه ورونو جنګ وکړو کم عقلو پري باور وکړو.
۱۷۲ـ برج دي تر اسمانه ، سپي دي له لوږي مري.
۱۷۳ـ پړ مى که مړ مى که.
۱۷۴ـ ديوال نم زړوى خو انسان غم زړوى.
۱۷۵ـ نا پوه دومره بر بل نه کوى لکه پر ځان.
۱۷۶ـ پردي خواړه يا پور دى يا پيغور.
۱۷۷ـ دميړه يا ترپ دى يا خرپ.
۱۷۸ـ سل دی ونره خو د سلو سر دی مه مره.
۱۷۹ـ وږى پيشو د زمري سره جنکېږي.
۱۸۰ـ سل روپۍ پوره كه داختر شپه په كور كه.
۱۸۱ـ سل روپۍ پور کړه یو زوی په کابل لوی کړه.
۱۸۲ـ دا دې كور دى دا دې اور.
۱۸۳ـ د آس لغته آس زغمي.
۱۸۴ـ څاڅکې څاڅکې ډېریږي.
۱۸۵ـ درواغجن حافظه نلري.
۱۸۶ـ منت واخله ولی منت مکوه.
۱۸۷ـ چې عقل نه لري هېڅ نه لري.
۱۸۸ـ خله په غاښو ښه ښکاري.
۱۸۹ـ خوار چې موړ شي ځمکې ته نه ګوري.
۱۹۰ـ ځنګل د زمرو نه خالې نه وي.
۱۹۱ـ د الله (ج) په چارو د چا وس نه رسېږي.
۱۹۲ـ د کور غل د لستوڼي مار وي.
۱۹۳ـ د ښو غوښو ښه ښوروا وي.
۱۹۴ـ د دښمن کره ځم دوست مې ګرو دی.
۱۹۵ـ راست اوسه په لویه لاره ملاست اوسه.
۱۹۶ـ فېشن د هر نوې دور جامه ده.
۱۹۶ـ ګټه په سړه سینه کېږي.
۱۹۷ـ لکه میندې هسې لوڼه لکه ژرندې هسې دوړه.
۱۹۸ـ مساپري بده بلا ده.
۱۹۹ـ غل د پیشو درب نہ ھم یریگی.
۲۰۰.اوبہ پہ ڈانگ نہ بیلیږی

Tuesday 11 December 2018
که ها تروریستان هستن
تروريستان كي ها هستند ؟؟؟
1-جنگ جهانی اول با 17میلیون کشته(بدون دخالت مسلمان ها)
2-جنگ جهانی دوم با 50-55 میلیون کشته(بدون دخالت مسلمان ها)
3-بمب اتمی ناکازاکی با 200هزار کشته(بدون دخالت مسلمان ها)
4-جنگ ویتنام با 5 میلیون کشته(بدون دخالت مسلمان ها)
5-جنگ در بوسنی با 500هزار کشته(شروع کننده جنگ مسلمان ها نبودند)
6-جنگ در عراق با بیش از 1میلیون و 200هزار کشته(شروع کننده جنگ مسلمان ها نبودند)
7-جنگ افغانستان و روسیه،افغانستان و امریکا ....(شروع کننده جنگ مسلمان ها نبودند)
8-برما (شروع کننده مسلمانان نبودن)
9-اشغال انگلیس بر کشور های آسیا و امریکا،(بدون دخالت مسلمانان
خداوند در قرآن میفرماید:
چون به آنان گفته شود كه در زمين فساد مكنيد، مى گويند: ما مصلحانيم(سوره بقره آیه 11)
{اگر فکر میکنید مسلمان ها تروریست نیستن به اشتراک بگذارید}
1. د لومړۍ نړيوالې جګړې 17 مليونه مړه (د غیر مسلمانانو له امله)
2. د دوهم نړیوال جنګ 50-55 مليونه مړه (د غیر مسلمانانو له امله)
3. د ناګاساکي اټومي بمونه 200،000 وژل (د غیر مسلمانانو له امله)
4. له 5 میلیونو په ویتنام کې جګړه وژل (د غیر مسلمانانو له امله)
5. د 500،000 (د غیر مسلمانانو په سبب) وژل په بوسنیا کې / د کوسوو جګړې
په عراق کې (تر اوسه) 6. د جګړې 1،200،000 تلفاتو (د غیر مسلمانانو په سبب)
7. د افغانستان، برما او نور (غیر مسلمانانو له امله)
9.British نیول آسیا هیوادونه او امریکا (له خوا د غير مسلمانانو له امله)
تاسو تر اوسه فکر کوي چې د اسلام او ستونزه همدا ده ؟!
او کله چې دوی ته وويل شي: "مه فساد په ځمکه باندې سبب،" هغوی وايي، "موږ سوله جوړونکو، خو اصلاح غوښتونکي دي." [2:11]
[Share که تاسو فکر کوئ مسلمانان ترهګر نه دي]
1. The First World War 17 million dead (caused by non-Muslims)
2. The Second World War 50-55 million dead (caused by non-Muslims)
3. Nagasaki atomic bombs 200,000 dead (caused by non-Muslims)
4. The war in Vietnam over 5 million dead (caused by non-Muslims)
5. The war in Bosnia / Kosovo over 500,000 dead (caused non-Muslims)
6. War in Iraq (so far) 1,200,000 deaths (caused non-Muslims)
7. Afghanistan, Burma etc. (caused by Non-Muslims)
9.British captured Asian countries and america(caused by non muslims)
You still think that Islam is the problem?!
And when it is said to them, “Do not cause corruption on the earth,” they say, “We are peace makers, but reformers.” [2:11]
[SHARE IF YOU THINK MUSLIMS ARE NOT TERRORISTS]

Friday 7 December 2018
حکایت
ګيراک دوکان ته ننوت، دکاندار نه یې و پوښتل؟
کیلې په څو دي؟
- په دولس افغانۍ
- او مڼي په څو دي؟
- لس افغانۍ
په دې وخت کي یوه ښځه دکان ته راغله او و یې ویل:
- یو کیلو کېلې غواړم، په څو دي؟
دکاندار وویل: درې افغانی او مڼي په دوه افغانی دي
ښځي الحمد الله وویل
مخکيني ګیراک په ډيره غوسه دکاندار ته و کتل. وړاندي له دې، چي څه ووايي، د کاندار ورته سترګه کښېکښل، چي ږغ ونه لري.
ښځي توکي واخستل او په خوښۍ خوښۍ، یې دا خبره تکرارول او له دکانه ووته (( یا الله شکر دی، زما اولادونه به په دې مېوې زیات خوشحاله سي))
د ښځي تر تګ وروسته د کاندار لومړي ګیراک ته و کتل او و یې ویل: الله شاهد دی، ما تاته هیڅ فریب نه دی درکړي.
دا ښځه د څلورو یتیمو ماشومانو مور ده، له هیڅ چا هیڅ ډول مرسته نه غواړي. ما څو ځلي کوښښ کړی، مګر هر ځل ناکام سوی یم.
اوس له دې طریقې کار اخلم، چي کله راسي نو نرخ ورته دومره کښته وایم، چي ددې وس ورباندي ورسیږي.
زه غواړم، چي ددې برم هم داسي قایم پاته سي، داسي احساس کړي، چي:: (زه له الله پرته هیڅ چاته احتیاجه نه یم.
دا کار زه د الله لپاره کوم او د هغه د رضا او خوښۍ غوښتونکی یم
دکاندار زیاته کړه: دا ښځه په اونۍ کي یو ځل راځي. الله شاهد دی، چي هغه ورځ مي تر نورو ورځو دوه برابره سودا کوم.
د ګیراک په سترګو کي اوښکي راغلې، ور وړاندي سو د دکاندار تندی یې مچ کړ او ویې ویل:
په الله قسم د خلکو د اړتیا پوره کولو په خوند هغه څوک پوهیږي، چي خوند یې کتلی وي.
Tuesday 4 December 2018
د مور آزار غت گناه
👈د مور له ازاره ځان وساتئ❗️
حافظ ابن القیم رحمة الله علیه په خپل کتاب الروح کې لیکي د یوه بزرګ واقعه لیکي چي:
زه یوه ورځ چېرته په سفر تلم او په بصره کي (چې د عراق یو ښار دی) هلته مي د یو ګودر پر غاړه چې څنګ کې یې یو کلی هم وو او د کلې څنګ کې یوه مقبره هم وه نو په همدې مقبره کې مي شپه شوه، چې کله شپه شوه له مقبري نه د خره آواز راپورته شو نو فکر مې وکړ چې همدلته به چېرته خر بند پاته شوی وي.
زما په همدې مقبره کې دري شپې شوي په اخري شپه بهر راووتم او غواړم چې دغه خر پیدا کړم، ما ویل دا څنګه چې نن دریمه ورځ ده او دغه خر دلته بند پاتي شوی دی، کله چي مقبره کې د خره په پیدا کولو پسې ګرځم که ګورم له یو قبر نه د خره آواز راپورته کیږي، سهار مي ددی کلې له اوسیدونکو څخه پوښتنه وکړه، چې ای خلګو! له دی مقبري نه د خره آوازونه راپورته کیږي؟ هغوئ وخندل چې هو دلته یو قبر دی چې دا اوازونه هره شپه له دې قبر نه راپورته کیږي، ما ورته وویل، چې ولي؟ هغوی راته وویل چې ددې قبر خاوند بد عمله شخص وو، او چې کله به یې خپله مور په کور او یاهم بل کوم ځای کې غږېده نو هغه به ورته ویل، چې بس بنده شه لکه د خرې په شان مه بړیږه، اوس چې کله دا شخص موږ دفن کړی دده له قبر نه تل همدا شان آوازونه پورته کیږي.
ګرانو ملګرو! دا یو ښکاره او د سترګو لیدلی حال وو نو د مور له عواطفو سره ډېر خیال ساتئ، د مور تر پښو لاندي جنت دی او د هغې هره دعا زموږ لپاره د هر مشکل دارو دي، خو په څنګ کې یې له بد دعا څخه هم ځانونه وژغورئ، ځکه چې واقعیت یې ستاسو د سترګو په وړاندي دی.
وذكر من حديث سفيان حدثنا داود بن شابور عن ابى قزعة قال مررنا في بعض المياه التي بيننا وبين البصرة فسمعنا نهيق حمار فقلنا لهم ما هذا النهيق قالوا هذا رجل كان عندنا كانت أمه تكلمه بالشيء فيقول لها إنهقى نهيقك فلما مات سمع هذا النهيق من قبره كل ليلة. (کتاب الروح)

Saturday 1 December 2018
د قرضونو د خلاصی لاری
که غواړې چې، له قرضونو او پرېشانۍ څخه خلاص شې؛ نو د رسول الله ﷺ پدې نصیحت عمل وکړه!
ابو سعید الخدري رضي الله عنه فرمایي:
-یوه ورځ رسول الله ﷺ مسجد ته تشریف راوړ، د ابو امامه په نوم يې یو انصاري صحابي ولید، تپوس یې ترې وکړ: ابو امامه! د لمونځ وخت خو لا نه دی، څنګه بې وخته په مسجد کې ناست یې؟
هغه ورته وویل:
د الله رسوله! څه غمونو او پریشانۍ او قرضونو راګېر کړی یم.
رسول الله ورته وویل:
آیا داسې کلمات او دعاء درته ونه ښایم چې، کله هغه وایې؛ نو الله به دې له غمونو او قرضونو څخه خلاص کړي؟
ابو امامه وایي: ما ورته وویل: د الله رسوله! ولې نه. بیا ورته د الله رسول دغه دعاء وښودله او توصیه یې ورته وکړه چې، سهار ماښام دا وایه:
-«اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ الْهَمِّ وَالْحَزَنِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ الْعَجْزِ وَالْكَسَلِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ الْجُبْنِ وَالْبُخْلِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ، وَقَهْرِ الرِّجَالِ».
صحابي وایي: ما به چې کله دا دعاء ویله؛ نو الله تعالی به زما پریشانۍ هم ختمې کړې او له قرضونو څخه یې هم خلاص کړم.
📚(صحيح الترغيب والترهيب: ۳/۵۵)

Subscribe to:
Posts (Atom)